کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې څه باندې څلور زره کسانو ته نغدې پیسې وویشل شوې

20 جدی 1402 ساعت 11:17

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د کابل ولایت په دوو ولسوالیو کې پر ۴۴۰۰ کسانو نغدي مرستې وېشلې دي.


آوا - کابل: د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین نن چهارشنبه د جدی ۲۰ مه د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په کابل ولایت د افغانستان لپاره د ناروې کمیټې په همکارۍ د دغه ولایت په پغمان او استالف ولسوالیو کې پر ۴۴۰۰ کسانو نغدي مرستې وویشل.

هغه زياته کړه، په پغمان ولسوالۍ کې پر هغو ١٦٠٠ کسانو چې د کار په بدل کې يې د ٢٠ ورځو لپاره کار کړى و، د هر تن لپاره ٦٩٣٤ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

هغه زياته کړه، چې د ستالف په ولسوالۍ کې پر هغو ٢٨٠٠ کسانو نغدي هم وېشل شوي، چې له ٢٠ ورځو لپاره يې کار کړى دى.

مصباح الدين مستعين وايي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ملي او نړيوالو بنسټونو په همکارۍ کار کوي، څو کروندګرو او خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او له کروندګرو او بزګرانو ملاتړ وکړي.


د مطلب کود: 283878

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283878/په-کابل-کې-څه-باندې-څلور-زره-کسانو-ته-نغدې-پیسې-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com