دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 283724
د مهاجرت نړیوال سازمان په هرات کې له دوه زره زیانمنو شویو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش اعلان وکړ
د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) د تېرې اوونۍ په هرات کې د زلزلې له امله له زيانمنو شويو دوو زرو کورنيو سره د نغدي مرستو د وېش اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د مهاجرت نړیوال سازمان په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه ژمنۍ مرستې د زیانمنو شویو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه وویشل شوې.

دې ادارې د دغو مرستو د اندازې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

خو د سره صليب نړيواله کميټه وايي، زيانمن شوي کسان د خپلو کورونو د بيا جوړولو لپاره نغدو پيسو ته اړتيا لري.

د سره صليب نړيوالې کميټې په دې وروستيو کې وويل چې دغې کميټې د افغاني سرې مياشتې له ټيمونو سره په همکارۍ د هرات په څلويښتو کليو کې له څه دپاسه ١١٢ زرو تنو سره د لنډمهاله سرپناه، د کورنيو توکو د خوراکي توکو او روغتيايي خدمتونو په برخوکې مرسته کړې ده.

بايد يادونه وشي، چې د هرات زيانمن شوي کسان له مرستندويه موسسو څخه د خوراکي او غير خوراکي توکو پر ځاى نغدي مرستې غواړي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې مياشتې تېرې شوې، چې په هرات کې د څو زورورې زلزلې له امله زرګونه کسان بې کوره شوي، د ميليونونو ډالرو مرستو له را رسېدو سره سره، ډېرى قربانيان لا هم د سرپناه د نشتوالي په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.
https://avapress.com/vdcb5fb5arhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته