کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مهاجرت نړیوال سازمان په هرات کې له دوه زره زیانمنو شویو کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش اعلان وکړ

18 جدی 1402 ساعت 11:32

د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) د تېرې اوونۍ په هرات کې د زلزلې له امله له زيانمنو شويو دوو زرو کورنيو سره د نغدي مرستو د وېش اعلان وکړ.


آوا - کابل: د مهاجرت نړیوال سازمان په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه ژمنۍ مرستې د زیانمنو شویو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه وویشل شوې.

دې ادارې د دغو مرستو د اندازې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

خو د سره صليب نړيواله کميټه وايي، زيانمن شوي کسان د خپلو کورونو د بيا جوړولو لپاره نغدو پيسو ته اړتيا لري.

د سره صليب نړيوالې کميټې په دې وروستيو کې وويل چې دغې کميټې د افغاني سرې مياشتې له ټيمونو سره په همکارۍ د هرات په څلويښتو کليو کې له څه دپاسه ١١٢ زرو تنو سره د لنډمهاله سرپناه، د کورنيو توکو د خوراکي توکو او روغتيايي خدمتونو په برخوکې مرسته کړې ده.

بايد يادونه وشي، چې د هرات زيانمن شوي کسان له مرستندويه موسسو څخه د خوراکي او غير خوراکي توکو پر ځاى نغدي مرستې غواړي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې مياشتې تېرې شوې، چې په هرات کې د څو زورورې زلزلې له امله زرګونه کسان بې کوره شوي، د ميليونونو ډالرو مرستو له را رسېدو سره سره، ډېرى قربانيان لا هم د سرپناه د نشتوالي په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.


د مطلب کود: 283724

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283724/د-مهاجرت-نړیوال-سازمان-په-هرات-کې-له-دوه-زره-زیانمنو-شویو-کورنیو-سره-نغدي-مرستو-ویش-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com