دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 283655
په وردګ ولایت کې د پلاستیکي توکو د تولید فابریکه پرانیستل شو
د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۹،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پلاستیکي تولید یوې فابریکې په کار پیل وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: په دغه فابریکه کې هره ورځ یو ټن پلاستیک تولیدیږي چې په مرکز میدان ښار کې یې کار پیل کړی دی.

په میدان وردګ کې د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې فابریکه کې نږدې ۲۰۰ کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول کار کوي.

د وردګو د صنعت او سوداګرۍ رئیس انجینر محمد خان ځواک د دې فابریکې د لیدنې پر مهال وویل چې د دوی د ستونزو د حل په موخه د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره په اړیکه کې دي.

باید وویل شي، چې افغانستان د اړتیا وړ پلاستیک له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه واردوي.
https://avapress.com/vdcenx8wnjh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته