کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په وردګ ولایت کې د پلاستیکي توکو د تولید فابریکه پرانیستل شو

17 جدی 1402 ساعت 12:44

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د ۹،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پلاستیکي تولید یوې فابریکې په کار پیل وکړ.


آوا: په دغه فابریکه کې هره ورځ یو ټن پلاستیک تولیدیږي چې په مرکز میدان ښار کې یې کار پیل کړی دی.

په میدان وردګ کې د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې فابریکه کې نږدې ۲۰۰ کسان په مستقیم او غیر مستقیم ډول کار کوي.

د وردګو د صنعت او سوداګرۍ رئیس انجینر محمد خان ځواک د دې فابریکې د لیدنې پر مهال وویل چې د دوی د ستونزو د حل په موخه د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره په اړیکه کې دي.

باید وویل شي، چې افغانستان د اړتیا وړ پلاستیک له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه واردوي.


د مطلب کود: 283655

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283655/په-وردګ-ولایت-کې-د-پلاستیکي-توکو-تولید-فابریکه-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com