دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 283570
د کرکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان په ګروپ کې له نیوزیلنډ، ویسټ انډیز، یوګانډا او پاپوا نیوګیني سره یوځای شو
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال د کرکټ نړیوال جام ته په ګروپ کې له نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، یوګانډا او پاپوا نیوګیني سره لوبیږي.
افغان غږ خبری آژانس: د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د جمعې په ورځ د دغو سیالیو ګروپي او د سیالیو مهالویش اعلان شو.

د کرېکټ د ۲۰ اورونو نړیوال جام به د جون په لومړۍ نېټه پیل شي او کوربه به ویسټ انډیز او د امریکا متحده ایالات وي.

په دې ټورنمنټ کې به شل لوبډلې برخه اخلي.

لوبډلې په پنځو ګروپونو وېشل شوي او له هر ګروپ څخه دوه مخکښې لوبډلې به اتم پړاو ته ځي.

افغانستان به په دې ټورنمنټ کې لومړۍ لوبه د جون په درېیمه له یوګانډا سره کوي. افغانستان به بیا د جون په اوومه له نیوزیلنډ، د جون په ۱۳مه له پاپوا نیوګیني او د جون په ۱۷مه له ویسټ انډیز سره لوبه کوي.

د افغانستان د ګروپي پړاو ټولې لوبې د ویسټ انډیز په کوربه توب ترسره کیږي.
https://avapress.com/vdca0enuw49nam1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته