دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 283478
د ۱۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د جلغوزو صادرات
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د جلغوزیو د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د دغه وزارت چارواکي وايي، په تېرو اتو میاشتو کې د ۱۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت څه باندې پنځه زره ټنه جلغوزي متحده عربي اماراتو، چین، قطر، بریتانیا، امریکا، استرالیا، هالنډ او نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وايي: په تېرو اتو میاشتو کې د جلغوزیو صادرات د څه باندې ۱۴ میلیونو ډالرو په ارزښت چین، هند، پاکستان، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، قطر، امریکا، انګلستان، استرالیا، هالنډ او نورو هیوادونو ته صادر شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي هم ویلي، هڅه کوي چې په هېواد کې د جلغوزو حاصلات زیات کړي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې حبوبات په دودیز ډول تولیدېږي او دغه بهیر یې په سمه توګه مدیریت کړی او د ضایع کېدو مخه یې نیولې ده.

يو شمېر کارپوهان وايي، حکومت بايد د جلغوزو توليد او صادراتو ته زياته پاملرنه وکړي او دغه محصول په نړيوالو بازارونو کې بازار ته وړاندې کړي.

په ورته وخت کې، د افغان جلغوزي یو ځانګړی شهرت لري. په تېرو کلونو کې دغه محصول د هوايي دهلېزونو له لارې نړيوالو بازارونو ته صادرېدل، خو اوس چې هوايي دهلېزونه دومره فعال نه دي؛ د جلغوزو لږه اندازه د هوايي دهلېزونو له لارې له هېواده بهر صادرېږي./آریانا نیوز
https://avapress.com/vdchqxni623n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته