کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ۱۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د جلغوزو صادرات

14 جدی 1402 ساعت 13:50

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د جلغوزیو د صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړی دی. د دغه وزارت چارواکي وايي، په تېرو اتو میاشتو کې د ۱۴ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت څه باندې پنځه زره ټنه جلغوزي متحده عربي اماراتو، چین، قطر، بریتانیا، امریکا، استرالیا، هالنډ او نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.


آوا: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وايي: په تېرو اتو میاشتو کې د جلغوزیو صادرات د څه باندې ۱۴ میلیونو ډالرو په ارزښت چین، هند، پاکستان، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، قطر، امریکا، انګلستان، استرالیا، هالنډ او نورو هیوادونو ته صادر شوي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي هم ویلي، هڅه کوي چې په هېواد کې د جلغوزو حاصلات زیات کړي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې حبوبات په دودیز ډول تولیدېږي او دغه بهیر یې په سمه توګه مدیریت کړی او د ضایع کېدو مخه یې نیولې ده.

يو شمېر کارپوهان وايي، حکومت بايد د جلغوزو توليد او صادراتو ته زياته پاملرنه وکړي او دغه محصول په نړيوالو بازارونو کې بازار ته وړاندې کړي.

په ورته وخت کې، د افغان جلغوزي یو ځانګړی شهرت لري. په تېرو کلونو کې دغه محصول د هوايي دهلېزونو له لارې نړيوالو بازارونو ته صادرېدل، خو اوس چې هوايي دهلېزونه دومره فعال نه دي؛ د جلغوزو لږه اندازه د هوايي دهلېزونو له لارې له هېواده بهر صادرېږي./آریانا نیوز


د مطلب کود: 283478

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283478/د-۱۴-میلیونه-امریکايي-ډالرو-په-ارزښت-جلغوزو-صادرات

آوا
  https://www.avapress.com