افغان غږ خبری آژانس - لوګر: د پوهنې سرپرست وزیر د لوګر ولایت د جهادي لېسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل: په تېرو رژیمونو کې ملا امامانو په ناسمو سیاستونو باندی سترګې پټولي.
هغه ټینګار وکړ، چې په لرو پرتو سیمو کې باید کلیوال مدرسي پیاوړي شي او خلک باید له مدرسو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت سرپرست زياته کړه: دا ډول معنوي او جسمي روزنه بايد په مدرسو کې ترسره شي څو زده کوونکي تل د حقونو مدافع او ملاتړي وي.
ښاغلي حقاني ټینګار وکړ چې د اختلافي مسایلو پر ځای باید ګډو مسایلو ته لومړیتوب ورکړل شي او د قومونو ترمنځ د اتحاد او اتفاق لپاره هڅې وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي حقاني تر دې وړاندې په پکتيا کې د حافظانو د فراغت په مراسمو کې له علماوو غوښتي وو، چې په ښوونځيو کې د ديني زده کړو ترڅنګ زده کوونکو ته "جهادي او نظامي افکار" هم ور زده کړي.