کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مهاجرینو سرپرست وزیر: دیني مدرسې او منبرونه باید آزاد او خپلواک وي

12 جدی 1402 ساعت 14:56

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني په لوګر ولایت کې د "جهادي" مدرسې د فراغت په مراسمو کې وویل چې په هېواد کې باید دیني مدرسې او منبرونه آزاد او خپلواک وي.


آوا - لوګر: د پوهنې سرپرست وزیر د لوګر ولایت د جهادي لېسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل: په تېرو رژیمونو کې ملا امامانو په ناسمو سیاستونو باندی سترګې پټولي.

هغه ټینګار وکړ، چې په لرو پرتو سیمو کې باید کلیوال مدرسي پیاوړي شي او خلک باید له مدرسو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزارت سرپرست زياته کړه: دا ډول معنوي او جسمي روزنه بايد په مدرسو کې ترسره شي څو زده کوونکي تل د حقونو مدافع او ملاتړي وي.

ښاغلي حقاني ټینګار وکړ چې د اختلافي مسایلو پر ځای باید ګډو مسایلو ته لومړیتوب ورکړل شي او د قومونو ترمنځ د اتحاد او اتفاق لپاره هڅې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي حقاني تر دې وړاندې په پکتيا کې د حافظانو د فراغت په مراسمو کې له علماوو غوښتي وو، چې په ښوونځيو کې د ديني زده کړو ترڅنګ زده کوونکو ته "جهادي او نظامي افکار" هم ور زده کړي.


د مطلب کود: 283364

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283364/د-مهاجرینو-سرپرست-وزیر-دیني-مدرسې-او-منبرونه-باید-آزاد-خپلواک-وي

آوا
  https://www.avapress.com