دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 283340
د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو د امنيتي ځواکونو له خوا د وسلو درې تنه قاچاق وړونکي ونيول شول
د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د دریمې لوا کشفي ځواکونو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې درې تنه د وسلو قاچاق کوونکي له یوه سراچه ډوله موټر او دوه میله کلاشینکوفونو سره نیولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د دفاع وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د دریمې لوا د کشف او استخباراتو منسوبینو درې تنه قاچاق وړونکي له یوه اندازه وسلو سره د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې له د یو سراچه ډوله موټر او دوه میله کلاشینکوفونو سره نیولي دي.

همدارنګه د یاد کنډک مسوولینو ډاډ ورکړ، چې هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د خلکو امنیت ګډوډ کړي او د غیر قانوني وسلو پېر او پلور وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت له هلمند ولايت څخه يو شمېر قاچاق وړونکي نيولي وو.
https://avapress.com/vdcfjmd0xw6dcma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته