د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د دریمې لوا کشفي ځواکونو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې درې تنه د وسلو قاچاق کوونکي له یوه سراچه ډوله موټر او دوه میله کلاشینکوفونو سره نیولي دي.
د ملي دفاع وزارت:
د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو د امنيتي ځواکونو له خوا د وسلو درې تنه قاچاق وړونکي ونيول شول
12 جدی 1402 ساعت 11:08
د ملي دفاع وزارت وايي، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د دریمې لوا کشفي ځواکونو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې درې تنه د وسلو قاچاق کوونکي له یوه سراچه ډوله موټر او دوه میله کلاشینکوفونو سره نیولي دي.
آوا - کابل: د اسلامی امارت د دفاع وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د دریمې لوا د کشف او استخباراتو منسوبینو درې تنه قاچاق وړونکي له یوه اندازه وسلو سره د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې له د یو سراچه ډوله موټر او دوه میله کلاشینکوفونو سره نیولي دي.
همدارنګه د یاد کنډک مسوولینو ډاډ ورکړ، چې هیچا ته به اجازه ورنکړي، چې د خلکو امنیت ګډوډ کړي او د غیر قانوني وسلو پېر او پلور وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت له هلمند ولايت څخه يو شمېر قاچاق وړونکي نيولي وو.
د مطلب کود: 283340