دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 283328
په پنجشېر کې سږ کال شاوخوا درې زره کیلوګرامه شات تولید شوي دي
د پنجشیر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي په دغه ولایت کې سږ کال د شات شاوخوا درې زره کیلوګرامه حاصلات اعلان کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په یوه راپور کې ویلي: سږ کال په پنجشیر کې ۲۸۴۴ کیلوګرامه شات تولید شوي دي.

د پنجشير ولايت دکرنې رييس قاري فضل الله ديوبندي  د باختر آژانس د خبرله مخې : په دغه ولايت کې د مچيو د مچيو د پالنې اته اتيا کوچني او ستر فارمونه شتون لري .

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس څرګنده کړه، چې د دغه ولايت د مچيو د مچيو په فارمونو کې د ايټالوي او قفقاز ډوله مچۍ شته او اوسمهال شاوخوا زر تنه په کار بوخت دي.

پنجشېر د خپل مناسب اقلیم او بېلابېلو ګلونو له امله د شاتو په تولید کې یو ویاړلی نوم لري.
https://avapress.com/vdcb5fb5wrhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته