کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر کې سږ کال شاوخوا درې زره کیلوګرامه شات تولید شوي دي

12 جدی 1402 ساعت 10:01

د پنجشیر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي په دغه ولایت کې سږ کال د شات شاوخوا درې زره کیلوګرامه حاصلات اعلان کړي دي.


آوا - کابل: د پنجشیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په یوه راپور کې ویلي: سږ کال په پنجشیر کې ۲۸۴۴ کیلوګرامه شات تولید شوي دي.

د پنجشير ولايت دکرنې رييس قاري فضل الله ديوبندي  د باختر آژانس د خبرله مخې : په دغه ولايت کې د مچيو د مچيو د پالنې اته اتيا کوچني او ستر فارمونه شتون لري .

د پنجشېر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس څرګنده کړه، چې د دغه ولايت د مچيو د مچيو په فارمونو کې د ايټالوي او قفقاز ډوله مچۍ شته او اوسمهال شاوخوا زر تنه په کار بوخت دي.

پنجشېر د خپل مناسب اقلیم او بېلابېلو ګلونو له امله د شاتو په تولید کې یو ویاړلی نوم لري.


د مطلب کود: 283328

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283328/په-پنجشېر-کې-سږ-کال-شاوخوا-درې-زره-کیلوګرامه-شات-تولید-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com