دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 283138
په روان کال کې په پنجشېر کې ٣٤ پرمختيايي پروژې بشپړې شوې دي
په پنجشېر ولايت کې داسلامي امارت سيمه ييز مسوولين وايي چې په روان کال کې يې ٣٤ پرمختيايي پروژې بشپړې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم وايي چې د روان لمریز کال له پیله د نړیوال بانک په مالي مرسته د ۶۸ پرمختیايي پروژو کار پیل شوی چې له دې جملې څخه ۳۴ پراختیايي پروژې بشپړې شوې دي. 

هغه زياته کړه، چې په دې پروژو کې د اوبو د کانالونو، بندونو، استنادي دېوالونو، د بحرونو غځولو، د کليو د سړکونو جوړول او د ودانيو جوړول شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د کمېدو له امله د ډېرو پراختيايي پروژو پلي کېدل کم شوي دي.
https://avapress.com/vdcaeenua49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته