کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په روان کال کې په پنجشېر کې ٣٤ پرمختيايي پروژې بشپړې شوې دي

9 جدی 1402 ساعت 15:18

په پنجشېر ولايت کې داسلامي امارت سيمه ييز مسوولين وايي چې په روان کال کې يې ٣٤ پرمختيايي پروژې بشپړې کړې دي.


آوا - کابل: د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم وايي چې د روان لمریز کال له پیله د نړیوال بانک په مالي مرسته د ۶۸ پرمختیايي پروژو کار پیل شوی چې له دې جملې څخه ۳۴ پراختیايي پروژې بشپړې شوې دي. 

هغه زياته کړه، چې په دې پروژو کې د اوبو د کانالونو، بندونو، استنادي دېوالونو، د بحرونو غځولو، د کليو د سړکونو جوړول او د ودانيو جوړول شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د کمېدو له امله د ډېرو پراختيايي پروژو پلي کېدل کم شوي دي.


د مطلب کود: 283138

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283138/په-روان-کال-کې-پنجشېر-٣٤-پرمختيايي-پروژې-بشپړې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com