دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 283137
په تېره یوه میاشت کې ۶۰ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو اعلان کړی، چې دغه هېواد په تېره یوه میاشت کې څه باندې شپیته زره افغان کډوال له اسنادو پرته بېرته خپل هېواد ته استولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ځینو ایرانی رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد په تېره یوه میاشت کې له ۶۰ زره ډېر افغان کډوال له اسنادو پرته شړلی او افغان حکومت ته یې سپارلی دی.

په همدې حال کې د ایران د برني خبري اژانس د خراسان رضوي ولایت د سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع له قوله راپور ورکړی چې ایران په تېره یوه میاشت کې ۶۰۳۸۰ افغان کډوال له اسنادو پرته نیولي او د دوغرون بندر له لارې یې افغانستان ته سپارلي دي.

د خراسان رضوي امنیتي چارواکو ویلي هر هغه څوک چې په ایران کې اوسیږي باید د اوسیدو قانوني اسناد ولري.

په ورته وخت کې پاکستان له اسنادو پرته افغان کډوال په جدي توګه شړلي دي.
https://avapress.com/vdcjtte8auqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته