کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تېره یوه میاشت کې ۶۰ زره افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي دي

9 جدی 1402 ساعت 15:16

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو اعلان کړی، چې دغه هېواد په تېره یوه میاشت کې څه باندې شپیته زره افغان کډوال له اسنادو پرته بېرته خپل هېواد ته استولي دي.


آوا - کابل: ځینو ایرانی رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد په تېره یوه میاشت کې له ۶۰ زره ډېر افغان کډوال له اسنادو پرته شړلی او افغان حکومت ته یې سپارلی دی.

په همدې حال کې د ایران د برني خبري اژانس د خراسان رضوي ولایت د سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع له قوله راپور ورکړی چې ایران په تېره یوه میاشت کې ۶۰۳۸۰ افغان کډوال له اسنادو پرته نیولي او د دوغرون بندر له لارې یې افغانستان ته سپارلي دي.

د خراسان رضوي امنیتي چارواکو ویلي هر هغه څوک چې په ایران کې اوسیږي باید د اوسیدو قانوني اسناد ولري.

په ورته وخت کې پاکستان له اسنادو پرته افغان کډوال په جدي توګه شړلي دي.


د مطلب کود: 283137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283137/په-تېره-یوه-میاشت-کې-۶۰-زره-افغان-کډوال-له-ایرانه-ایستل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com