دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 283110
د ژغورنې نړیواله کمېټه: په افغانستان کې یو پر دریمه برخه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي
د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) په خپل تازه راپور کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ۴۰ سلنه ماشومانو اړتیاوې نه پوره کېږي او په هېواد کې یو پر درېیمه برخه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (جدي ۶) خبر ورکړ چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د بې وزلۍ د زیاتوالي له امله ډېر ماشومان د خپلو کورنیو له خوا سختو کارونو ته اړ شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ټینګار کړی چې په افغانستان کې مرستندویه سازمانونه نه دي توانیدلي چې حتی د ۴۰ سلنه ماشومانو اړتیاوې هم پوره کړي.

تر دې مخکې څو نړیوالو سازمانونو ویلي چې افغان ماشومان له سختو اقتصادي ستونزو او د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

اسلامي امارت دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي چې په هیواد کې د ماشومانو حقونو ته درناوی کیږي.
https://avapress.com/vdca6enuw49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته