کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ژغورنې نړیواله کمېټه: په افغانستان کې یو پر دریمه برخه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي

9 جدی 1402 ساعت 11:11

د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) په خپل تازه راپور کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د ۴۰ سلنه ماشومانو اړتیاوې نه پوره کېږي او په هېواد کې یو پر درېیمه برخه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي.


آوا: دغه نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (جدي ۶) خبر ورکړ چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د بې وزلۍ د زیاتوالي له امله ډېر ماشومان د خپلو کورنیو له خوا سختو کارونو ته اړ شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ټینګار کړی چې په افغانستان کې مرستندویه سازمانونه نه دي توانیدلي چې حتی د ۴۰ سلنه ماشومانو اړتیاوې هم پوره کړي.

تر دې مخکې څو نړیوالو سازمانونو ویلي چې افغان ماشومان له سختو اقتصادي ستونزو او د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

اسلامي امارت دغه راپور رد کړی او ویلي یې دي چې په هیواد کې د ماشومانو حقونو ته درناوی کیږي.


د مطلب کود: 283110

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283110/د-ژغورنې-نړیواله-کمېټه-په-افغانستان-کې-یو-پر-دریمه-برخه-ماشومان-سختو-کارونو-بوخت-دي

آوا
  https://www.avapress.com