دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 283049
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا له متحده عربي اماراتو سره مخامخ کېږي
د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې به سبا (جمعه د جدی ۸مه) خپل د ۲۰ اوریزو سیالیو لړۍ پیل کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د دوی لومړۍ لوبه به د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته درې نیمې بجې د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دغو دواړو لوبډلو دویمه لوبه د ډسمبر په ۳۱مه او درېیمه لوبه به د جنورۍ په ۲مه پیل شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له متحده عربي اماراتو سره هم دوه غیر رسمي لوبې وکړې، چې دواړه لوبې یې افغان کرکټ لوبغاړو وګټلې.
https://avapress.com/vdcbafb59rhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته