کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا له متحده عربي اماراتو سره مخامخ کېږي

7 جدی 1402 ساعت 13:46

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې به سبا (جمعه د جدی ۸مه) خپل د ۲۰ اوریزو سیالیو لړۍ پیل کړي.


آوا: د دوی لومړۍ لوبه به د افغانستان پر وخت له غرمې وروسته درې نیمې بجې د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دغو دواړو لوبډلو دویمه لوبه د ډسمبر په ۳۱مه او درېیمه لوبه به د جنورۍ په ۲مه پیل شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له متحده عربي اماراتو سره هم دوه غیر رسمي لوبې وکړې، چې دواړه لوبې یې افغان کرکټ لوبغاړو وګټلې.


د مطلب کود: 283049

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283049/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډله-سبا-له-متحده-عربي-اماراتو-سره-مخامخ-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com