دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 282980
په میدان وردګ کې د ۷۵ سیلاب ځپلو کورنیو لپاره د استوګنې ودانۍ جوړیږي
د میدان وردګ ولایت سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت د جلریز ولسوالۍ د تکنې سیمې د سېلاب ځپلو خلکو لپاره د « خیرآباد» په نوم د نوي ښارګوټي د جوړېدو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، دغه ښارګوټی د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په همکارۍ د DRC موسسې له خوا جوړ شوی دی.

د میدان وردګو والي بختیار معاذ د دغه هستوګنې د پرانېستې پر مهال وویل، چې هر یونټ درې خونې، یو تشناب او یو پخلنځي لري.

هغه زياته کړه، دوى هڅه کوي له هغو کورنيو سره مرسته وکړي، چې څو مياشتې وړاندې د سېلابونو له امله زيانمنې شوې وې.

له بلې خوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت سرپرست ملا عباس اخند وايي، د وردګو په میدان کې د سېلاب له امله لسګونه کورنۍ سختې زیانمنې شوې او په زیانمنو شویو کورنیو یې ډېرې مرستې وېشلې دي.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال په لومړيو کې د سېلابونو له امله لسګونو کورنيو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي او ډېرو يې خپل کورونه او ځمکې په بشپړه توګه له لاسه ورکړي دي.
https://avapress.com/vdcevw8w7jh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته