دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 282835
په نیمروز ولایت کې څه باندې سل زره ماشومانو ته د پولیو واکسین د تطبیق چارې پیل شوې
د نيمروز ولايت د عامې روغتيا چارواکي وايي چې د پوليو واکسين کمپاين نن شنبه (د جدی ٣مه) د دغه ولايت د سيمه ييزو چارواکو په شتون سره پيل شو او تمه ده چې په دې پړاو کې به څه باندې سل زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د نیمروز د عامې روغتیا ریاست له واکسین څخه د معافیت مشر حافظ مطیع الله منيب وايي چې د کمپاین په دې پړاو کې به د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۱۰ زره ماشومانو ته د واکسین دوه څاڅکي ورکړل شي. 

ښاغلي منیب د پولیو ناروغۍ په کنټرول کې د چارواکو ونډه مهمه وبلله او زیاته یې کړه: په ټوله نړۍ کې د دې ډول ناروغیو د مخنیوي یوازینۍ لار واکسین دی، چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته ورکول کېږي.

د کټوازي د معافيت د مشر په وينا، تر اوسه په نيمروز کې کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او هره مياشت د دې ناروغۍ د مخنيوي په موخه کمپاين ترسره کېږي.

د ۲۰۲۳ کال وروستی کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې عامې روغتیا وزارت د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د ساري ناروغیو د کنټرول لپاره پراخې هڅې وکړې.
https://avapress.com/vdcdsx0xkyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته