کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نیمروز ولایت کې څه باندې سل زره ماشومانو ته د پولیو واکسین د تطبیق چارې پیل شوې

4 جدی 1402 ساعت 10:00

د نيمروز ولايت د عامې روغتيا چارواکي وايي چې د پوليو واکسين کمپاين نن شنبه (د جدی ٣مه) د دغه ولايت د سيمه ييزو چارواکو په شتون سره پيل شو او تمه ده چې په دې پړاو کې به څه باندې سل زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسين شي.


آوا - هرات: د نیمروز د عامې روغتیا ریاست له واکسین څخه د معافیت مشر حافظ مطیع الله منيب وايي چې د کمپاین په دې پړاو کې به د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۱۰ زره ماشومانو ته د واکسین دوه څاڅکي ورکړل شي. 

ښاغلي منیب د پولیو ناروغۍ په کنټرول کې د چارواکو ونډه مهمه وبلله او زیاته یې کړه: په ټوله نړۍ کې د دې ډول ناروغیو د مخنیوي یوازینۍ لار واکسین دی، چې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته ورکول کېږي.

د کټوازي د معافيت د مشر په وينا، تر اوسه په نيمروز کې کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او هره مياشت د دې ناروغۍ د مخنيوي په موخه کمپاين ترسره کېږي.

د ۲۰۲۳ کال وروستی کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې عامې روغتیا وزارت د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د ساري ناروغیو د کنټرول لپاره پراخې هڅې وکړې.


د مطلب کود: 282835

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282835/په-نیمروز-ولایت-کې-څه-باندې-سل-زره-ماشومانو-ته-د-پولیو-واکسین-تطبیق-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com