دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 282831
د پولیو واکسین سبا په ۱۴ ولایتونو کې پیلېږي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد په جنوب، سویل ختیځ، ختیځ او شمال ختیځ کې په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیق بهیر سبا پیلېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې چې نن یکشنبه (د جدی ۳ مه) خپره شوه، دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې په کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان کې چې د پولیو ویروس له جدي خطر سره مخ دي، د پولیو واکسین د تطبیق لپاره فرعي کمپاین پرون پیل شو او د روانې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې پړاو کې به ۸۸۰۰ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له لسو کلونو کم وي واکسین شي.

تېره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو پر مهال د پولیو د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.
https://avapress.com/vdcjt8e8vuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته