کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پولیو واکسین سبا په ۱۴ ولایتونو کې پیلېږي

4 جدی 1402 ساعت 9:52

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد په جنوب، سویل ختیځ، ختیځ او شمال ختیځ کې په ۱۴ ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیق بهیر سبا پیلېږي.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې چې نن یکشنبه (د جدی ۳ مه) خپره شوه، دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې په کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان کې چې د پولیو ویروس له جدي خطر سره مخ دي، د پولیو واکسین د تطبیق لپاره فرعي کمپاین پرون پیل شو او د روانې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې پړاو کې به ۸۸۰۰ زره هغه ماشومان چې عمرونه یې له لسو کلونو کم وي واکسین شي.

تېره ورځ د روغتیا نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو پر مهال د پولیو د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه.


د مطلب کود: 282831

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282831/د-پولیو-واکسین-سبا-په-۱۴-ولایتونو-کې-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com