دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۲۶
د مطلب کود : 282819
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۰ زره ۴۲۴ تنو ته ورسید
د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۲۰۴۲۴ او د زخمیانو شمیر ۵۴۰۰۰ ته لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د الجزیرې خبری چینل راپورورکړی: د صهیونیسټی رژیم جنګی الوتکو له تیرې شپې راهیسې په خان یونس کښې د فلسطینی ښاریزو په کورونو بمباری وکړه چې په نتیجه کښې یې ۱۹ تنه شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شول.

په همدې حال کې د غزې د تړانګې د دولتي اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د ۷۹ ورځني برید په ترڅ کې ۱۰۱ خبریالان او عکس اخیستونکي شهیدان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د شنبې په ماښام په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې تر ۲۰۰ ډیر فلسطینیان شهیدان شوي او ۳۶۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

په بیانیه کې دا هم ویل شوي چې د تیر اکتوبر راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۰۲۵۸ تنو ته رسیدلی او ۵۳۶۸۸ تنه ټپیان شوي دي.
https://avapress.com/vdcfy0d01w6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته