کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۰ زره ۴۲۴ تنو ته ورسید

3 جدی 1402 ساعت 16:26

د غزې د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په غزې باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۲۰۴۲۴ او د زخمیانو شمیر ۵۴۰۰۰ ته لوړ شوی دی.


آوا: د الجزیرې خبری چینل راپورورکړی: د صهیونیسټی رژیم جنګی الوتکو له تیرې شپې راهیسې په خان یونس کښې د فلسطینی ښاریزو په کورونو بمباری وکړه چې په نتیجه کښې یې ۱۹ تنه شهیدان او په لسګونو نور ژوبل شول.

په همدې حال کې د غزې د تړانګې د دولتي اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د ۷۹ ورځني برید په ترڅ کې ۱۰۱ خبریالان او عکس اخیستونکي شهیدان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د شنبې په ماښام په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې تر ۲۰۰ ډیر فلسطینیان شهیدان شوي او ۳۶۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

په بیانیه کې دا هم ویل شوي چې د تیر اکتوبر راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۲۰۲۵۸ تنو ته رسیدلی او ۵۳۶۸۸ تنه ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 282819

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282819/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۲۰-زره-۴۲۴-تنو-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com