دخپریدو نیټه :شنبه ۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 282688
د کرکټ ملي لوبډله له متحده عربي اماراتو سره سیالي کوي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روانې اوونۍ د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو له متحده عربي اماراتو سره دوه یو ورځنۍ لوبې وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روانې اونۍ د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو د متحده عربي اماراتو پر وړاندې دوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د جمعې په ورځ (دسمبر۲۲) د دغو پنځوس اوریزو لوبو لپاره د حشمت الله شهیدي په مشرۍ ۱۷ کسیزه ډله ګمارلې ده.

په دغو دوو لوبو کې د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې یو شمېر نویو څېرو ته ځای شته.

په ورته وخت کې به د هېواد د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله هم د هند او کوربه لوبډلې سویلي افریقا په شتون سره په درې اړخیزو سیالیو کې ګډون وکړي.
 
ټاکل شوې ده دغه سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر له ۲۹ څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۰ پورې په جوهانسبرګ کې د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام له پیل مخکې ترسره شي.
https://avapress.com/vdcjo8e8ouqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته