کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرکټ ملي لوبډله له متحده عربي اماراتو سره سیالي کوي

2 جدی 1402 ساعت 11:23

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روانې اوونۍ د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو له متحده عربي اماراتو سره دوه یو ورځنۍ لوبې وکړي.


آوا: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د روانې اونۍ د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو د متحده عربي اماراتو پر وړاندې دوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د جمعې په ورځ (دسمبر۲۲) د دغو پنځوس اوریزو لوبو لپاره د حشمت الله شهیدي په مشرۍ ۱۷ کسیزه ډله ګمارلې ده.

په دغو دوو لوبو کې د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې یو شمېر نویو څېرو ته ځای شته.

په ورته وخت کې به د هېواد د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله هم د هند او کوربه لوبډلې سویلي افریقا په شتون سره په درې اړخیزو سیالیو کې ګډون وکړي.
 
ټاکل شوې ده دغه سیالۍ د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر له ۲۹ څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر ۱۰ پورې په جوهانسبرګ کې د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام له پیل مخکې ترسره شي.


د مطلب کود: 282688

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282688/د-کرکټ-ملي-لوبډله-له-متحده-عربي-اماراتو-سره-سیالي-کوي

آوا
  https://www.avapress.com