دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 282466
د اسلامي امارت په جوړیدو سره د افغانستان او چین اړیکې د پخوا په پرتله ډیرې ښې شوې دي
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت له استازي سره په کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت په جوړېدو سره له چین سره د افغانستان اړیکې د بل هر وخت په پرتله ښې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي دفاع وزارت د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې لیکلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د چین د ولسي جمهوریت له استازي جوشیا ینګ سره په لیدنه کې وویل: چې د اسلامي امارت په جوړېدو سره له چین سره د افغانستان اړیکې د بل هر وخت په پرتله ښې شوې دي.

دغه راز ښاغلي يو شياو پينګ په افغانستان کې د بشپړ امنيت او ثبات د ټينګښت په اړه خوشبيني څرګنده کړه او په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې يې د افغانستان له خلکو سره د چين د ولسي جمهوريت د مرستو او همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

په پاى کې دواړو لورو د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر دوام ټينګار وکړ.

په همدې حال کې د چین د ولسي جمهوریت استازي پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او پر سیاسي او اقتصادي اړیکو یې خبرې وکړې.
https://avapress.com/vdcd9x0x9yt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته