کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د دفاع وزارت:

د اسلامي امارت په جوړیدو سره د افغانستان او چین اړیکې د پخوا په پرتله ډیرې ښې شوې دي

28 قوس 1402 ساعت 10:19

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت له استازي سره په کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت په جوړېدو سره له چین سره د افغانستان اړیکې د بل هر وخت په پرتله ښې شوې دي.


آوا - کابل: د ملي دفاع وزارت د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې لیکلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د چین د ولسي جمهوریت له استازي جوشیا ینګ سره په لیدنه کې وویل: چې د اسلامي امارت په جوړېدو سره له چین سره د افغانستان اړیکې د بل هر وخت په پرتله ښې شوې دي.

دغه راز ښاغلي يو شياو پينګ په افغانستان کې د بشپړ امنيت او ثبات د ټينګښت په اړه خوشبيني څرګنده کړه او په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې يې د افغانستان له خلکو سره د چين د ولسي جمهوريت د مرستو او همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

په پاى کې دواړو لورو د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر دوام ټينګار وکړ.

په همدې حال کې د چین د ولسي جمهوریت استازي پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل او پر سیاسي او اقتصادي اړیکو یې خبرې وکړې.


د مطلب کود: 282466

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282466/د-اسلامي-امارت-په-جوړیدو-سره-افغانستان-او-چین-اړیکې-پخوا-پرتله-ډیرې-ښې-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com