افغان غږ خبری آژانس - کابل: په سمنګان او بادغیس کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د ورلډ ویژن انسټیټیوټ په ګډون د مرستندویه موسسو له خوا په دغو ولایتونو کې پر ۶۹۵۸ اړمنو کورنیو ۳۷۷۰۷۵۹۰ افغانۍ ویشل شوي دي.
په همدې حال کې د سمنګان په حضرت سلطان ولسوالۍ کې پنځه زره او ۹۱۳ کورنۍ له یادو مرستو څخه برخمنې شوې دي.
په سمنګانو کې د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې هرې کورنۍ ته ۵۶۰۰ افغانۍ ویشل شوي دي.
په همدې حال کې په بادغیس ولایت کې د اسلامي امارت مسؤلین وايي چې د بادغیس ولایت د مرکز اړوند په کلیو کې د وچکالۍ او جګړو له امله زیانمنې شوې ۱۲۸ کورنیو سره د ۴۴۹۲۳۶۰ افغانیو په ارزښت ۶۵۷۹۲ ډالره نغدي مرسته وشوه.
په بادغیس کې پر هرې اړمنو کورنیو د ۴۳۷۰ افغانیو په ارزښت ۶۳ ډالره مرسته وویشل شوه.
باید وویل شي، چې پر افغانستان د نړیوالې ټولنې د مرستو له بندېدو او د دوی له بندیزونو سره په دغه هېواد کې بشري وضعیت خورا کړکېچن دی.