کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان او بادغیس کې له څه باندې اوه زره کورنیو سره د نړیوالو مرستندویه موسسو له خوا نغدي مرسته وشوه

28 قوس 1402 ساعت 10:15

په سمنګان او بادغیس کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغو دوو ولایتونو کې شاوخوا اوه زره کورنیو سره د نړیوالو مرستندویه موسسو نغدي مرستې شوې دي.


آوا - کابل: په سمنګان او بادغیس کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د ورلډ ویژن انسټیټیوټ په ګډون د مرستندویه موسسو له خوا په دغو ولایتونو کې پر ۶۹۵۸ اړمنو کورنیو ۳۷۷۰۷۵۹۰ افغانۍ ویشل شوي دي.

په همدې حال کې د سمنګان په حضرت سلطان ولسوالۍ کې پنځه زره او ۹۱۳ کورنۍ له یادو مرستو څخه برخمنې شوې دي.

په سمنګانو کې د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې هرې کورنۍ ته ۵۶۰۰ افغانۍ ویشل شوي دي.

په همدې حال کې په بادغیس ولایت کې د اسلامي امارت مسؤلین وايي چې د بادغیس ولایت د مرکز اړوند په کلیو کې د وچکالۍ او جګړو له امله زیانمنې شوې ۱۲۸ کورنیو سره د ۴۴۹۲۳۶۰ افغانیو په ارزښت ۶۵۷۹۲ ډالره نغدي مرسته وشوه.

په بادغیس کې پر هرې اړمنو کورنیو د ۴۳۷۰ افغانیو په ارزښت ۶۳ ډالره مرسته وویشل شوه.

باید وویل شي، چې پر افغانستان د نړیوالې ټولنې د مرستو له بندېدو او د دوی له بندیزونو سره په دغه هېواد کې بشري وضعیت خورا کړکېچن دی.


د مطلب کود: 282465

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282465/په-سمنګان-او-بادغیس-کې-له-څه-باندې-اوه-زره-کورنیو-سره-د-نړیوالو-مرستندویه-موسسو-خوا-نغدي-مرسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com