دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 282456
په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د استخراج پر مهال یو کان کیندونکی مړ شو
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، په بدخشان ولايت کې د سرو زرو د کان کېندنې پر مهال يو کارګر وژل شوى دى.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د پولیسو ویاند احسان الله کامګار وایی: د راغستان ولسوالۍ په زرند آب سیمه کې د سرو زرو د شګو د مینځلو د یوه کارخانې د نړېدو له امله یو کارکوونکی وژل شوی دی.

ده زياته کړه: دبدخشان ولايت دپوليسو له څيړنې وروسته معلومه شوه چې دغه سړى د شګو مينځلو په وخت کې چې د سرو زرو د مينځلو د ورکشاپ د نړېدو په حال کې و او غوښتل يې سره زر استخراج کړي.

د يادونې وړ ده، چې د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د کانونو او د سرو زرو د شګو مينځلو په ورکشاپونو کې د کارګرانو وژل کېدل د يادو کانونو او ورکشاپونو د غير معياري ماهيت له امله يوه عادي خبره ده.
https://avapress.com/vdccpiqie2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته