کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان ولایت کې د سرو زرو د استخراج پر مهال یو کان کیندونکی مړ شو

28 قوس 1402 ساعت 9:54

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، په بدخشان ولايت کې د سرو زرو د کان کېندنې پر مهال يو کارګر وژل شوى دى.


آوا - مزارشریف: د بدخشان د پولیسو ویاند احسان الله کامګار وایی: د راغستان ولسوالۍ په زرند آب سیمه کې د سرو زرو د شګو د مینځلو د یوه کارخانې د نړېدو له امله یو کارکوونکی وژل شوی دی.

ده زياته کړه: دبدخشان ولايت دپوليسو له څيړنې وروسته معلومه شوه چې دغه سړى د شګو مينځلو په وخت کې چې د سرو زرو د مينځلو د ورکشاپ د نړېدو په حال کې و او غوښتل يې سره زر استخراج کړي.

د يادونې وړ ده، چې د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د کانونو او د سرو زرو د شګو مينځلو په ورکشاپونو کې د کارګرانو وژل کېدل د يادو کانونو او ورکشاپونو د غير معياري ماهيت له امله يوه عادي خبره ده.


د مطلب کود: 282456

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282456/په-بدخشان-ولایت-کې-د-سرو-زرو-استخراج-پر-مهال-یو-کان-کیندونکی-مړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com