دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 282407
د خوړو نړیوال سازمان له پاکستانه له شړل شویو ۲۸۰ زره کډوالو سره مرسته کړې ده
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له پاکستانه ایستل شویو ۲۸۰ زره کډوالو سره یې نغدي او غیرې نغدي مرستې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام دغه خبر په ایکس ټولنیزه پاڼه کې خپور کړی او لیکلي یې دي چې له پاکستانه له شړل شویو ۲۸۰ زره کډوالو سره یې مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام دا نه ده څرګنده کړې چې له افغانانو سره څومره مرستې شوې دي.

دغه سازمان د ایستل شویو مهاجرو د وضعیت په اړه اندیښمن کړي او زیاته کړې یې ده چې ډیری مهاجر د اوسیدو ځای نه لري او نه پوهیږي چې ژمي به څنګه تیر کړي.

په همدې حال کې له پاکستان څخه د بې اسنادو مهاجرو اخراج له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
https://avapress.com/vdciuraryt1av52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته