کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړیوال سازمان له پاکستانه له شړل شویو ۲۸۰ زره کډوالو سره مرسته کړې ده

27 قوس 1402 ساعت 11:50

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له پاکستانه ایستل شویو ۲۸۰ زره کډوالو سره یې نغدي او غیرې نغدي مرستې کړې دي.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام دغه خبر په ایکس ټولنیزه پاڼه کې خپور کړی او لیکلي یې دي چې له پاکستانه له شړل شویو ۲۸۰ زره کډوالو سره یې مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام دا نه ده څرګنده کړې چې له افغانانو سره څومره مرستې شوې دي.

دغه سازمان د ایستل شویو مهاجرو د وضعیت په اړه اندیښمن کړي او زیاته کړې یې ده چې ډیری مهاجر د اوسیدو ځای نه لري او نه پوهیږي چې ژمي به څنګه تیر کړي.

په همدې حال کې له پاکستان څخه د بې اسنادو مهاجرو اخراج له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.


د مطلب کود: 282407

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282407/د-خوړو-نړیوال-سازمان-له-پاکستانه-شړل-شویو-۲۸۰-زره-کډوالو-سره-مرسته-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com