دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 282389
په پنجشېر کې ۸۰۰ بزګرانو ته د کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه
د پنجشېر ولايت د کرنې رياست سيمه ييز چارواکي وايي، چې د ناروې کمېټې په همکارۍ يې پر ۸۰۰ بزګرانو کيمياوي سرې وېشلې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یکشنبې په ورځ «قوس ۲۶» په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست په پنجشیر کې ۸۰۰ کروندګرو ته سپینې سرې ویشلې دي.

په دې پروګرام کې هر یو بزګر ته چې مخکې له مخکې ټاکل شوي وو، ۵۰ کیلوګرامه یوریا سرې وویشل شوې.

د پنجشېر د کرنې ریاست وايي، هڅه کوي چې د اوږدمهاله بنسټونو په همکارۍ د اصلاح شویو هګیو او کیمیاوي سرې په وېشلو سره له کرنې کورنیو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ناروې کمېټې د پکتيا، پکتيکا او لغمان ولايتونو په زرګونو کروندګرو ته کيمياوي سرې وېشلې وې.
https://avapress.com/vdch6iniw23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته