کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر کې ۸۰۰ بزګرانو ته د کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه

27 قوس 1402 ساعت 9:43

د پنجشېر ولايت د کرنې رياست سيمه ييز چارواکي وايي، چې د ناروې کمېټې په همکارۍ يې پر ۸۰۰ بزګرانو کيمياوي سرې وېشلې دي.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یکشنبې په ورځ «قوس ۲۶» په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست په پنجشیر کې ۸۰۰ کروندګرو ته سپینې سرې ویشلې دي.

په دې پروګرام کې هر یو بزګر ته چې مخکې له مخکې ټاکل شوي وو، ۵۰ کیلوګرامه یوریا سرې وویشل شوې.

د پنجشېر د کرنې ریاست وايي، هڅه کوي چې د اوږدمهاله بنسټونو په همکارۍ د اصلاح شویو هګیو او کیمیاوي سرې په وېشلو سره له کرنې کورنیو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ناروې کمېټې د پکتيا، پکتيکا او لغمان ولايتونو په زرګونو کروندګرو ته کيمياوي سرې وېشلې وې.


د مطلب کود: 282389

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282389/په-پنجشېر-کې-۸۰۰-بزګرانو-ته-د-کیمیاوي-سرې-وېش-لړۍ-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com