افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سمنګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو د تنظیم رئیس محمود صدیقي د دغه ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې پروژې په اړه وویل: څه باندې سل تنه په موقتي توګه د ځنګلونو د بیارغاونې او ساتنې په پروژه کې شامل دي، دوی په کار ګمارل شوي او دا کسان باید په ټاکل شویو سیمو کې د پستې تخم وکري ترڅو د سمنګان ولایت د پستې ځنګلونه د پخوا په پرتله ډیر شي.
هغه زیاته کړه: په سمنګان ولایت کې د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې پروژه څه باندې ۲۲ هکتاره ځمکه تر پوښښ لاندې راولي او د دغې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۰۰ تنه کارکوونکي په موقت ډول استخدام شوي.
صديقي څرګنده کړه: د اوبو د تنظيم د دغې کوچنۍ پروژې د تطبيق موخه د چاپېريال په ساتنه او د کورنيو د اقتصاد ښه کول دي او موږ هوډ لرو چې د ځنګلونو ساتنه او وده وکړو، ځکه چې دا د شنو او پاکې هوا د اقتصادي ودې لامل کېږي.
له بلې خوا د سمنګان ولایت یو شمیر اوسیدونکي د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي: خلک کار او کار ته اړتیا لري او د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې په پروژه کې د کار زمینه برابرول یو ښه اقدام دی، ځکه د چاپیریال او ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ د کار زمینه هم برابریږي.
د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې بوديجه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختيايي رياست له خوا ورکول کېږي.