کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې په پروژه کې ۱۰۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوه

25 قوس 1402 ساعت 14:54

د سمنګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، د سمنګان ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې په پروژه کې چې څه باندې ۲۲ هکتاره ځمکه لري، ۱۰۰ تنه کارګر په موقت ډول استخدام شوي دي.


آوا - مزار شریف: د سمنګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو د تنظیم رئیس محمود صدیقي د دغه ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې پروژې په اړه وویل: څه باندې سل تنه په موقتي توګه د ځنګلونو د بیارغاونې او ساتنې په پروژه کې شامل دي، دوی په کار ګمارل شوي او دا کسان باید په ټاکل شویو سیمو کې د پستې تخم وکري ترڅو د سمنګان ولایت د پستې ځنګلونه د پخوا په پرتله ډیر شي.

هغه زیاته کړه: په سمنګان ولایت کې د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې پروژه څه باندې ۲۲ هکتاره ځمکه تر پوښښ لاندې راولي او د دغې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۰۰ تنه کارکوونکي په موقت ډول استخدام شوي.

صديقي څرګنده کړه: د اوبو د تنظيم د دغې کوچنۍ پروژې د تطبيق موخه د چاپېريال په ساتنه او د کورنيو د اقتصاد ښه کول دي او موږ هوډ لرو چې د ځنګلونو ساتنه او وده وکړو، ځکه چې دا د شنو او پاکې هوا د اقتصادي ودې لامل کېږي.

له بلې خوا د سمنګان ولایت یو شمیر اوسیدونکي د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي: خلک کار او کار ته اړتیا لري او د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې په پروژه کې د کار زمینه برابرول یو ښه اقدام دی، ځکه د چاپیریال او ځنګلونو د ساتنې ترڅنګ د کار زمینه هم برابریږي. 

د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې بوديجه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختيايي رياست له خوا ورکول کېږي.


د مطلب کود: 282300

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282300/د-سمنګان-ولایت-ځنګلونو-بیارغونې-او-ساتنې-په-پروژه-کې-۱۰۰-تنو-ته-کار-زمینه-برابره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com