دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 282292
ايټاليا د افغانستان له طبي سکتور سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ
په افغانستان کې د ایټالیا سفارت شارژدافیر د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د افغانستان له طبي سکتور سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د قوس ۲۵مه) په ایکس چینل کې د افغانستان لپاره د ایټالیا د شارژدافیر د غونډې خبر خپور کړ. 

په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد له ایټالیا څخه وغوښتل چې د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د سرطان د تشخیص د یوه مرکز د جوړولو او ویستل شویو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې همکاري وکړي.

د ایټالیا د سفارت شارژدافیر وايي، دغه هېواد له افغانستان سره د درملنې په برخه کې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ایټالیا د سفارت شارژدافیر د اسلامي امارت له چارواکو سره د لا زیاتو همکاریو په اړه لیده کاته او خبرې اترې کړي دي.
https://avapress.com/vdcaounuu49nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته