کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ايټاليا د افغانستان له طبي سکتور سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

25 قوس 1402 ساعت 14:05

په افغانستان کې د ایټالیا سفارت شارژدافیر د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د افغانستان له طبي سکتور سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د قوس ۲۵مه) په ایکس چینل کې د افغانستان لپاره د ایټالیا د شارژدافیر د غونډې خبر خپور کړ. 

په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد له ایټالیا څخه وغوښتل چې د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت سره د سرطان د تشخیص د یوه مرکز د جوړولو او ویستل شویو کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې همکاري وکړي.

د ایټالیا د سفارت شارژدافیر وايي، دغه هېواد له افغانستان سره د درملنې په برخه کې د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د ایټالیا د سفارت شارژدافیر د اسلامي امارت له چارواکو سره د لا زیاتو همکاریو په اړه لیده کاته او خبرې اترې کړي دي.


د مطلب کود: 282292

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282292/ايټاليا-د-افغانستان-له-طبي-سکتور-سره-خپل-هېواد-مرستو-دوام-ډاډ-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com