افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دغه پریکړه لیک کې د بندیزونو د څارنې له ټیم څخه غوښتل شوی چې د ۱۹۸۸ کال د پریکړه لیک له مخې د جوړې شوې کمیټې ملاتړ وکړی.
دا کمیټه پر هغو اشخاصو، ډلو، کمپنیو او بنسټونو بندیزونه لګوي چې د اسلامي امارت برخه وي یا له دې ډلې سره تړاو ولري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د څارنې کمیټې څخه هم غوښتي چې د بندیزونو د نه اطاعت په اړه معلومات راټول کړي، چې په کې د پیسو او شتمنیو کنګل کول، د سفر بندیز او د وسلو او تجهیزاتو رسول یا لیږدول شامل دي.
په امنیت شورا کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ د اسلامي امارت پر ضد د بندیزونو د څارنې ډلې د ماموریت د غځیدو هرکلی کړی دی.
هغه زیاته کړه، د بندیزونو د څارنې ډلې راپورونه خورا مهم دي چې د بندیزونو اغیزې او په افغانستان کې واقعیت درک کړي او وښيي چې ایا اسلامي امارت خپل مسوولیتونه ادا کړي او که نه.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي ویلي دي چې افغانستان باید د ترهګرو په مرکز بدل نه شي.
هغه زیاته کړه، پر اسلامي امارت بندیزونه باید په داسې ډول تعدیل شي، چې د افغانستان پر خلکو منفي اغېز ونه کړي او له سفري بندیز څخه یې د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د استثمار د بیا پیل غوښتنه وکړه.
د اسلامي امارت په وړاندې د بندیزونو د څارنې کمیټې دنده به د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې وغځول شي او د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رایې ته اړتیا لري.