کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت په وړاندې د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې د ماموریت غځول

24 قوس 1402 ساعت 16:29

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ۲۷۱۶ پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د اسلامي امارت پر ضد د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو.


آوا - کابل: په دغه پریکړه لیک کې د بندیزونو د څارنې له ټیم څخه غوښتل شوی چې د ۱۹۸۸ کال د پریکړه لیک له مخې د جوړې شوې کمیټې ملاتړ وکړی.
 
دا کمیټه پر هغو اشخاصو، ډلو، کمپنیو او بنسټونو بندیزونه لګوي چې د اسلامي امارت برخه وي یا له دې ډلې سره تړاو ولري.
 
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو د څارنې کمیټې څخه هم غوښتي چې د بندیزونو د نه اطاعت په اړه معلومات راټول کړي، چې په کې د پیسو او شتمنیو کنګل کول، د سفر بندیز او د وسلو او تجهیزاتو رسول یا لیږدول شامل دي.
 
په امنیت شورا کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ د اسلامي امارت پر ضد د بندیزونو د څارنې ډلې د ماموریت د غځیدو هرکلی کړی دی.
 
هغه زیاته کړه، د بندیزونو د څارنې ډلې راپورونه خورا مهم دي چې د بندیزونو اغیزې او په افغانستان کې واقعیت درک کړي او وښيي چې ایا اسلامي امارت خپل مسوولیتونه ادا کړي او که نه.
 
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازي ویلي دي چې افغانستان باید د ترهګرو په مرکز بدل نه شي.
 
هغه زیاته کړه، پر اسلامي امارت بندیزونه باید په داسې ډول تعدیل شي، چې د افغانستان پر خلکو منفي اغېز ونه کړي او له سفري بندیز څخه یې د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د استثمار د بیا پیل غوښتنه وکړه.
 
د اسلامي امارت په وړاندې د بندیزونو د څارنې کمیټې دنده به د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې وغځول شي او د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رایې ته اړتیا لري.


د مطلب کود: 282256

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282256/د-اسلامي-امارت-په-وړاندې-امنیت-شورا-بندیزونو-څارنې-ډلې-ماموریت-غځول

آوا
  https://www.avapress.com