دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 282181
د سالنګ تونل به په څو ورځو کې پرانستل شي
د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې دا مهال د تونل دننه د کانکریټو او ۱۶ ګیلریونو کار بشپړ شوی، خو له تخنیکي پلوه باید د کانکریټ کار له پای ته رسېدو ۲۸ ورځې تېر شي، څو د موټرو لپاره چمتو شي. د چارواكو په وينا، دغه لويه لار به ډېر ژر د ترافيكو پر مخ پرانيستل شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په ټولنیزه شبکه ایکس کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې د سالنګ تونل د کانکریټي چارې بشپړې شوې دي.

ښاغلي حقیار زیاته کړه چې ډېر ژر به دغه لویه لاره د مسافرو پر مخ پرانیستل شي او تر هغه وخته پورې یې له خلکو وغوښتل چې پر دې لویه لاره له تګ راتګ ډډه وکړي او د دغه وزارت رسمي اعلان ته دې انتظار وباسي.

د يادونې وړ ده، چې د سالنګ تونل د بيارغونې چارې څو مياشتې وړاندې د فوايد عامې وزارت له خوا د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي مرستيال په همکارۍ پيل شوې وې.
https://avapress.com/vdch6iniz23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته