کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ تونل به په څو ورځو کې پرانستل شي

23 قوس 1402 ساعت 11:10

د فواید عامې وزارت چارواکي وايي، چې دا مهال د تونل دننه د کانکریټو او ۱۶ ګیلریونو کار بشپړ شوی، خو له تخنیکي پلوه باید د کانکریټ کار له پای ته رسېدو ۲۸ ورځې تېر شي، څو د موټرو لپاره چمتو شي. د چارواكو په وينا، دغه لويه لار به ډېر ژر د ترافيكو پر مخ پرانيستل شي.


آوا - کابل: د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په ټولنیزه شبکه ایکس کې یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې د سالنګ تونل د کانکریټي چارې بشپړې شوې دي.

ښاغلي حقیار زیاته کړه چې ډېر ژر به دغه لویه لاره د مسافرو پر مخ پرانیستل شي او تر هغه وخته پورې یې له خلکو وغوښتل چې پر دې لویه لاره له تګ راتګ ډډه وکړي او د دغه وزارت رسمي اعلان ته دې انتظار وباسي.

د يادونې وړ ده، چې د سالنګ تونل د بيارغونې چارې څو مياشتې وړاندې د فوايد عامې وزارت له خوا د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي مرستيال په همکارۍ پيل شوې وې.


د مطلب کود: 282181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282181/د-سالنګ-تونل-په-څو-ورځو-کې-پرانستل-شي

آوا
  https://www.avapress.com