دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 282013
له ایران څخه ۱۶۹۰ افغان کډوال راستانه شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې تېره ورځ (یکشنبه د قوس ۱۹مه) له ایران څخه ۱۶۹۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په هرات ولایت کې د سرحدي پولیسو د قومندان د معلوماتو له مخې، د راستنیدونکو له جملې څخه ۳۳۴ تنه اړمن پیژندل شوي او د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر ته معرفي شوي دي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره.

ویل شوي، چې په پوله کې د مسؤلینو له لوري ۳۲ کورنیو ته د ۱۰ زره افغانیو، د ۷۳ کسانو په ګډون ۳۵ کورنیو ته یو یو سیم کارت په وړیا توګه ویشل شوی دی.

په همدې حال کې ویل کېږي چې له ایران څخه شاوخوا ۷۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
https://avapress.com/vdcb85b5frhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته